د موټرو د بیمی د فیس trafikförsäkringsavgiften په هکله پوښتنی او ځوابونه

د موټرو د بیمی انجمن Trafikförsäkringsföreningen (TFF) د سویډن د بیمو د شرکتونو لپاره یو ارګان دۍ. مونږ د ترافیکی پیښو هغه تاوانونه عیاروو چه د نامعلوم، بیله بیمی او بهرنی موټرو له خوا منځ ته راغلی وی.
مونږ د نه بیمه شوی موټرو د چښتن نه یو فیس هم اخلو. دا فیس د هغه تاوان د جبران لپاره دی چه یوه چا ته د نه بیمه شوی یا نا معلومه موټرو له خوا رسیدلی وی.

د موټرو د بیمی فیس څه شی دۍ؟

دا یو داسی فیس دی چه د ترافیکی خسارو د قانون د ۴۳ مادی په اساس یی مونږ د موټرو د بیمی انجمن د هغو موټرو لپاره اخلو چه هغه نه وی بیمه شوی.

دا فیس د څه شی لپاره مصرف کیږی؟

د موټرو د بیمی فیس د هغو خسارو د جبران لپاره مصرف کیږی چه یوه چا ته د نه بیمه شوی یا نا معلومه موټرو له خوا رسیدلی وی.

دا فیس څرنګه حسابیږی؟

دا فیس د بیمی ترټولو نه جګ حق trafikförsäkringspremie نه لس په سلو کی جګ دۍ، یعنی داسی یو د بیمی حق چه د بیمی شرکتونو د هماغه مودی په بهیرکی، د  ټاکلی دۍ. د فیس د ټاکلو لپاره د بیمی په دغه بنسټی حق کی له ۱۰ / ۷۰ / ۷۰۰۲

نیټی راهیسی یوه مالیه چه تر ۲۳ فیصده پوری رسیږی، هم شامله ده. د فیس د حسابولو لپاره د موټر فابریکه، د موډل کال او جغرافیایی زون په پام کی نه نیول کیږی. دا فیس تل اقلا ۰۰۲ کرونه وی.

کوم موټر باید بیمه شی؟

د موټر د بیمی مکلفیت د ترافیکی خسارو د قانون د دوهمی مادی په اساس عیاریږی. ماشین لرونکی ځمکنی نقلیه وسایط چه د لاری د ترافیک په راجستر کی ثبت شوی وی او د سیر جواز یی اعتبار ولری، باید بیمه شی. حتی ماشین لرونکی ځمکنی نقلیه وسایط چه راجستر نه وی او د سیر جواز ونه لری مګر د هغه نه استفاده کیږی، باید بیمه شی.

له کومی روځی نه باید موټر بیمه شی؟

موټر باید مستقیما له هغه روځی نه چه تا هغه اخیستی یا په کوم بل ډول تا په لاس راوړی، بیمه شی.

څوک مکلف دی چه د بیمی یو تړون وکړی؟

موټر باید د هغه د چښتن له خوا بیمه وی. که موټر په قسط اخیستل شوی وی یا اجاره شوی وی، نو موټر باید د مالک له خوا بیمه شی. که د موټر خاوند صغیر وی نو باید موټر د سرپرست له خوا بیمه شی.

د موټر خاوند مکلف دۍ چه خپل موټر بیمه کړی، حتی که چیری:

– دا نه چلول کیږی

– دا په داسی یو بد حالت کی دۍ چه د هغه نه د استفادی امکان 
   نشته

– په دی باندی د چلولو ممانعت وضع شوی دۍ

– دا غله شوی

– دا د موټرو شرکت ته د خرڅولو لپاره ورکړ شوی دۍ
– له خاوند نه پرته کوم بل کس هم د دی موټر بیمه لری

د یوی مودی لپاره د ثبت راجستر نه د موټر ایستل Avställning

که د موټر نه د یوی مودی په بهیر کی استفاده نه کیږی او یا دا چه دغه غله شوی، نو کیدای شی چه موټرد یوی مودی لپاره د ثبت د راجستر نه وایستل شی. په دی صورت کی دی ته ضرورت نشته چه دغه موټر بیمه شی. ایستل د هغی روځی نه اعتبار لری چه یو مکمل غوښتنلیک د ترانسپورت لوی ریاست ته راورسیږی.

د زیاتو معلوماتو لپاره، د خپل موټر د راجستر سند وګوره یا د ترانسپورت لوی ریاست انترنیټی پاڼه transportstyrelsen.se وګوره.

د تل لپاره د ثبت راجستر نه د موټر ایستل Avregistrering

که یو موټر ټوټه شوی وی یا صادر شوی وی، نو باید دغه موټر د

تل لپاره د ثبت د راجستر نه وایستل شی. د دی کار لپاره باید یو لیکل شوی غوښتنلیک د ترانسپورت لوی ریاست ته واستول شی. د زیاتو معلوماتو لپاره، د خپل موټر د راجستر سند وګوره یا د ترانسپورت لوی ریاست انترنیټی پاڼه
www.transportstyrelsen.seوګوره. د تل لپاره د ثبت راجستر نه د موټر ایستل د هغی روځی نه اعتبار لری چه یو مکمل غوښتنلیک د ترانسپورت لوی ریاست ته راورسیږی.

د ځمکنی ترافیک په راجستر vägtrafikregistret کی د چښتن په هکله غلط اطلاعات

که د ځمکنی ترافیک په راجستر کی د چښتن په هکله غلط اطلاعات ثبت شوی وی، نو ته باید د ترانسپورت لوی ریاست سره تماس ونیسی.

که د بیمی حق تحویل نه شی

که د موټر د بیمی حق په خپل وخت تحویل نشی، نو د بیمی شرکت دا حق لری چه بیمه فسخ کړی. د بیمی شرکت تر هغه روځی پوری د بیمی مسئولیت لری چه د بیمی فسخ کیدل لازم الاجرا کیږی. د بیمی شرکت دا حق لری چه تر همغه روځی پوری د بیمی حق تحویل شی. د بیمی شرکت په عادی توګه د بیمی د حق غوښتنه د موټرو د بیمی انجمن ته سپاری.

د بیمی حق په تحویل کی ځنډ

که د بیمی حق له هغه روځنی نه وروسته چه په هغه کی بیمه فسخ شوی وی د بیمی شرکت ته تحویل شی، نو په دی صورت کی یوه نوی بیمه پیل کیږی. د نوی بیمی اعتبارد بیمی د تحویل روځی نه یوه روځ وروسته پیل کیږی. د بیمی حق تحویل کول په تیر شوی وخت باندی کومه اغیزه نشی کولای.